IQNA

د افغانستان د سولی لویه جرګه نه د تهران استقبال

23:02 - April 30, 2019
د خبر لمبر: 3482131
نړیواله ډله: د ایران دبهرنیوچارو د وزارت ویاند په کابل کښې د افغانستان دسولې دلوې جرګې د غونډې پرانیستل کیدا ته په اشارې سره وویل ایران په دغه هیواد کښې د هر یو مذاکرتو چې د سولې، ثبات او د امنیت لپاره وې ترې استقبال کوو.

د ایکنا راپور له مخې، د ایران دبهرنیوچارو د وزارت ویاند سیدعباس موسوی په کابل کښې د افغانستان دسولې دلوې جرګې د غونډې پرانیستل کیدا ته په اشارې سره وویل ایران په دغه هیواد کښې د هر یو مذاکرتو چې د سولې، ثبات او د امنیت لپاره وې ترې استقبال کوو.
هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت دهر هغه بهیر او خبرواترو چې په افغانستان کښې د سولې د ثبات او دامنیت په ګټه وی ملاتړ کوی .
دافغانستان د سولې دمشورتی لویې جرګې څلور(۴)ورځنۍ غونډه پرون د ټول هیواد د څه  دپاسه درې زره او دوه سوه (۳۲۰۰)منتخب استازیو او د څه دپاسه دوه سوه(۲۰۰) میلمنو په ګډون سره په کابل ښار کښې پیل شوی ده .
د افغانستان د سولی لویه جرګه نه د تهران استقبال
دافغانستان د سولې د مشورتی لوې جرګې دغه څلور(۴) ورځنۍ غونډه په داسې حال کښې پیل شوی ده چې د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله په شمول ډیرو سیاسی څیرو د دغه جرګې په بایکاټ کولو سره وویل په دغه غونډې کښې به  ګډون ونکړی .
http://iqna.ir/fa/news/3807723
captcha