IQNA

مشورتي جرګې سوداګرو ته په ميليونونو ډالره زيان

11:39 - May 01, 2019
د خبر لمبر: 3482135
نړیواله ډله: د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولين وايي، په کابل کې د رواني جرګې پخاطر د امنیتي ځواکونو له لوري، کابل ښار ته د ننوتلو ټولي دروازې د تجارتي مالونو پرمخ تړل شوي، چې له کبله یې سوداګرو ته په ميلیونونه ډالره زيان اوښتی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د آریانانیوز نه په نقل، کابل کې د سوداګرۍ خوني ویاند جان آقا نوید رسنیو ته ویلي، د لویو بار وړونکو موټرو پر وړاندي د لویو لارو تړل، نه یوازي سوداګرو ته د پام وړ زیان اړولی، بلکي په ښار دننه کې هم د توکو نرخونو څو برابره زیات شوي دي.
د نوموړی په وینا، څه باندي دوه نیم زره لارۍ موټرونه چې په سوداګریزو توکو بار دي؛ د کابل په دروازو کې بند پاتي دي، او ښار ته د د ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي.
د سوداګرۍ خوني د دغه چارواکي په وینا، په دغه موټرو کې تازه ميوې او سبزیجات هم شته چې له ښاره بهر ولاړ دي او يا له دغي لاري نورو ښارونو ته وړل کيږي؛ ټول بند پاتې دي چې امکان لري له يوې مخې خراب شي.
هغه وويل، د دغه لاريو ودرول سوداګرو او عامو خلکو ته زيان دی او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې د کابل دروازې د سوداګريزو مالونو پر مخ پرانيزي څو سوداګرو ته لا زيات مالي زيانونه وانوړي.
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې کابل ښار ته د د داخلیدو او وتلو ټولې لارې د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ د يوې اوونۍ لپاره تړل شوي دي.
دوی وايي، دا کار يې د لویې مشورتي جرګې د امنیت په موخه ترسره کړی دی.
بلخوا د بغلان او کابل لویه لاره هم له څو ورځو راهیسي د مسافر او بار وړونکو موټرو پرمخ له دې امله تړل شوي چې د یو ناکام نوماند پلویانو د هغه د ناکامۍ له امله احتجاج کړی او لویو لارو ته تر راوتلو وروسته له پولیسو سره پر شخړه واوښتل او ویل کیږي چې د پولیسو د ډزو په پایله کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، او له همدې امله دا لاریون نور هم پسي وغځید.
چې له امله یې ډېر زیان ولسي خلکو، مسافرو او سوداګرۍ ته رسیږي.
https://ariananews.co/ps/afghanistan
captcha