IQNA

د هرات د کهسان په مربوطاتو کې ۳۷ تاریخې اثار موندل شوي

22:45 - May 13, 2019
د خبر لمبر: 3482168
نړیواله ډله: د هرات د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه دیرش تاریخې اثار موندل شوي چې زرګونه کلونه قدامت لري.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبری آژانس نه په نقل، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام ته وویل چې دغه آثار تر اسلام دمخه او تر اسلام را وروسته وختونو پورې اړوند دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ویلي چې دغه اثار څو زره کلن قدامت لري.
دغه اثار د کهسان ولسوالۍ د یوه بزګر له‌خوا د کرنې پر مهال وموندل شول او د هرات والي ته وسپارل شول.
په‌دې اثارو کې ډبرین او خټین لوښي هم شامل دي.
https://www.avapress.com/ps/news/185006
captcha