IQNA

د مقاومت او د لبنان د جنوب د آزادېدو د کليزې په مناسبت د سيد حسن نصر الله د وېنا مختلف اړخونه

18:33 - May 27, 2019
د خبر لمبر: 3482198
نړیواله ډله: د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصر الله پرون د په صهيونېسټ رژيم باندې د مقاومت د کاميابۍ او د لبنان د بشپره ازادۍ د نولسمې کليزې په مناسبت وېنا وکړه چې دغې وېنا مختلف اړخونه لرل.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د لبنان د حزب الله د مشر د وېنا وړومبنے اړخ د روان کال د قدس د نړيوالې ورځې د جوړېدو چې د راتلونکې جُمعې په ورځ به جوړيږي په اهميت باندې تاکيد. سيدحسن نصرا الله په سيمه کښې د امريکې تاوتريخوالے رامنځته کونکې د پېړۍ له معاملې سره اړوند بدلونونه او د قدس د غاصب رژيم د جنايتونو زياتېدل د روان کال د قدس د ورځې د مراسمود اهميت اصلي علتونه وبلل.د سيد حسن نصر الله د وېنا دويم اړخ د پېړۍد معاملې نومې امريکائي منصوبې سره د هغه له مخالفت سره اړوند ؤ. رپوټونه د دې ښودنه کوي چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په راتلونکې  جون مياشت کښې د پېړۍ معامله نومې منصوبې مخ کتنه وکړي.په همدې لړ کښې په دې وروستيو ورځوکښې د جون د مياشتې په آخر کښې په فلسطين کښې د بهرنۍ پانګونې د جذبولو لپاره د منامې اقتصادي کانفرنس د جوړولو موضوع مطرح شوې ده.
سيد حسن نصر الله د پېړۍ معامله نومې منصوبې مقصد د فلسطين د موضوع ختمول  وبلل او تاکيد يې وکړ چې ټول له دغې منصوبې سره د مقابلې په اړه ذمه واري لري. په همدې حال کښې د بحرين د غونډې په بائيکاټولو کښې د ټولو فلسطيني ډلو د يو واحد دريځ يوه حقيقي دريځ نيونه وبلله او وې ويل: «د پېړمۍ د معاملې د منصوبې د اجراء لپاره ابتدئي ګام ټاکل شوې ده په دغه هېواد کښې اوچت کړے شي. د سيد حسن نصر الله دا دريځ د پېړۍ د معاملې له منصوبې سره په ملګرتيا کښې د ځينو عربو هېوادونو د رول په باره کښې د په ډاګه کولو په معنا دے.
د سيد حسن نصر الله د تېرې ورځې د وېنا دريم اړخ په ۲۰۰۰ کال کښې د مقاومت د کاميابۍ د لاسته راوړنو بيانول وو چې د لبناد د حزب الله مشر  په لبنانکښې د قوت د انډول رامنخته کول د دغې کاميابۍ يوه ډېره مهمه نتيجه وبلله او وې ويل چې په دې کاميابۍ سره معلومه شوه چې په لبنان کښې يو قوت شته چې کولې شي اسرائيل د څه لاسته راوړنې نه بغېر له لبنان بهر وغورزوي او نن لبنان ته د عربي – اسرائيلي جګړې په حلقه کښې د يو کمزوري هېواد په توګه نظر نه کيږي او صهيونېسټانو په لبنان کښې دغه واقعي قوت ته ستراټيجک يا مرکزي ګواښ نوم ورکړےدے.
هغه باوري دے چې د ۲۰۰۰ کال له کاميابۍ نه پس د اسرائيلي غاصب رژيم د جنايتونو په مقابل کښې د لبنان د حزب ا الله ځواب ويونکي او دفاعي قوت مخ په وده چلند لرلے دے. په حقيقت کښې سيد حسن نصرا الله د لبنان د اقتدار په جوړښت او د اېشياء د لويديځې سيمې په سياسي نظم کښې د حزب ا الله د مقام وده د ۲۰۰۰ کال د کاميابۍ له ډېرو مهمو نتائجو څخه وبلله.
د لبنان د حزب ا الله د مشر د تېرې ورځې د وېنا څلورم اړخ له لبنان څخه د سوري کډوالو د ستنېدو د موضوع په باره کښې د لويديځي او عربي محور له سياسي کارۍ څخه پرده اوچتول وو. هغه خپل هېواد ته د سوري کډوالو د ستنېدو او د سوريې د حکومت لخوا د دغې ستنېدو لپاره د آسانتيا د رامنځته کولو په ضرورت باندې په تاکيد سره د سوريې د راتلونکي ولسمشر انتخاباتو ته د لويديځوالو او ځينو عربو هېوادونو نظر د سوريې د کډوالو د ستنېدو د عملي کېدو خنډ وبلۀ.
سيد حسن نصرالله په دې حقله وويل: د بشار اسد په ۲۰۲۰ يا ۲۰۲۱ کال کښې ختميږي او امريکه، لويديځ او عرب هېوادونه د ولسمشرۍ له انتخاباتو نه مخکښې د کډوالو په نه ستنېدو ټينګار کوي او د هغوي دليلونه له انساني مسائلو او امنيتي حالاتو سره څه تعلق نه لري.
د لبنان د حزب الله د مشر د  وېنا وروستے محور له فساد سره د مبارزې مسئله او مالي او د بودجې موضوع وه چې سيد حسن نصر الله په دې اړه تاکيد وکړ چې له فساد سره مبارزه د جنوب د ازادولو له جنګ نه مشکله چاره ده.
هغه له فساد سره په مقابله کښې د ملي مقاومت د بڼه نيونې په ضرورت باندې په تاکيد سره زياته کړه: « په وسله والو جنګونو کښې عمليات يوې يا دوو ډلو ته سپارل کېدې شي خو له فساد سره په مبارزه کښې ضرورت لروو چې يو ملي مقاومت بڼه اونيسي او مونږ د دغې مبارزې اصلي برخه يوو.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i82423
بچوې: ایکنا
captcha