IQNA

عربستان او متحده عربی امارات جنګ غواړی

19:09 - May 27, 2019
د خبر لمبر: 3482202
نړیواله ډله: سعودي عربستان او متحده عربي امارات غواړي د تاوتریخوالي په زیاتولو سره امریکا جنګ ته ورننباسي .
ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو څانګې نه په نقل، د امریکا دسپینې ماڼۍ د ملی امنیت د سلاکار جان بولټن احتمالی ځای ناستی ډګلس میګ ګرګور په مینځنی ختیځ کښې د پوځی نښتې د رامینځته کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د ځینو ګیرچا پیر کسانو په هڅې نیوکه وکړه .ډګلس میک ګرګور چې د پوځ متقاعد شوی ډګروال دی او  د ملی امنیت د سلاکار جان بولټون احتمالی ځای ناستی ګڼل کیږی وویل سعودی عربستان غواړی دخپلو هدفونو دپرمخ بیولو لپاره امریکا په سیمه کښې په یوه(۱) بل جنګ واچوی .
هغه له ایران سره دتاوتریخوالی د رامینځته کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د  ځینو ګیرچاپیرو کسانو  په هڅې نیوکې سره وویل امریکا باید له فارس خلیج څخه جنګی کشتۍ وباسی .
دامریکا دغه متقاعد ډګروال وویل ایران هیڅکله مونږته ګواښ نه کوی او سعودی عربستان او متحده عربی امارات غواړی د تاوتریخوالی په زیاتولو سره مونږ جنګ ته ورننباسی او روښانه  ده چې اسرائیل هم ددغه جنګ هرکلی کوی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i82440
بچوې: ایکنا
captcha