د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي نن د يو شمېر حکومتي چارواکو، د اسلامي هېوادونو د سفيرانو او د خلقو د مختلفوپرګنو په کتنه کښې د نېکمرغه واړۀ اختر د مبارکۍ په ويلو سره چې د فلسطين مسئله د اسلامي دنيا وړومبنۍمسئله وبلله او په ځينو هغو هېوادونو چې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د اهدافو لپاره کوشش کوي نيوکه وکړه.
دوي واضحه کړه چې د اسلامي جمهوريت نظر د هغو ځينوپخوانيو عربو مشرانو په اپوټه چې باوري وو پکار دي يهوديان سمندر ته وغوروزل شي ، داسې نه دے بلکه د ايران اسلامي جمهوريت له هم هغې ابتداء راهسې د فلسطين له ملت څخه په دفاع تاکيد کړے او د استکباري نړۍ په وړندې ټينګ اودرېد او دغې ټينګ اودرېدنې ته به دوام ورکړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطين هېواد د حکومتي نظام په چوکاټ کښې د دغه هېواد له مسلمانو، مسيحي او يهودي اوسيدونکو او همدارنګ له کډوالو فلسطينيانو څخه د نظر غوښتنې لپاره د اسلامي جمهوريت د وړانديز په يادونې سره تاکيد وکړ، د فلسطيني ملت مبارزه پکار دي په مختلفو فوځي، سياسي او کلتوري اړخونو کښې دوام پېدا کړي ترکومې چې غاصبان د دغه ملت د رائې په وړاندې تسليم نه شي.
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي ځينو هغو اسلامي هېوادونو ته د نصيحت تر څنګه چې له صهيونېسټ رژيم سره د سازباز او اختلاف اچونې په تکل کښې دي له هغې غلطې لارې څخه چې پرې روان دي د توبې لپاره تاکيد وکړ، ولې دې د لېبيا په شان اسلامي هېواد کښې دوه ډلې د يو بل مقابلې ته راپاڅي او د يو بل وينې دې توې کړي او ولې دې د اسلام يو مدعي هېواد د يمن خلق او د دغه هېواد بېخ بنائي مرکزونه بمباري کړي او د دښمنانو د غوښتنې او نظر په بنياد دې عمل وکړي؟
حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د دې په بيانولو سره چې د دې اختر پېغام د اسلامي هېوادونو اتحاد او يووالے او د مسلمان امت موضوع ته ستنېدل دي وفرمايل، داسلامي دنيا د نننيو مشکلاتو علاج د قرآن مجيد غوښتنو ته ستنېدل دي او د اسلام روڼ انده پوهان او ديني عالمان د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره څو چنده ذمه واري په غاړه لري.