IQNA

دعربستان د جنوبی سیمو هوائی ډګرونه په یمن د حملې لپاره پوځی مرکزونه دی

20:39 - June 17, 2019
د خبر لمبر: 3482248
نړیواله ډله: د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام د عربستان د آبها هوایی ډګر په شیشت کې په راوستو د یمنی ځواکونو دعملیاتو په انعکاس کې ټینګار کړی ، دیمن ولس د تیریګرو د اقداماتو په وړاندې له خپل ځانه د دفاع په حال کې دی ، او دغه حق ترې هیڅوک نشی اخستلی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،  د یمن دانصار ا.... ولسی غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام عبدالوهاب المحبشی بیګا  له العالم ټیلیویژنی چینل سره په مرکې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې  دیمن پر ښاریزو د یرغلونو د خطرې د کمولو لپاره  باید  دعربستان دجنوب  دهوائی ډ ګرونو پوځی فعالیتونه  ودرول شی ، زیاته کړې،یمن  نړیوالو قوانینو ته پابند دی  او د سعودی عربستان  عامو عامو خلکو ته له هغو پوځی مرکزونو دلیرې کیدا لپاره چې  په همداوروستیو کې پرې ټکونه شوی،پیغامونه لیږدول شوی دی .
 المحبشی زیاته کړې ده ، دیمن دبې پیلوټه الوتکو غچ اختستونکی حملې پر هغو برجونو،تاسیساتو او تجهیزاتو باندې دی ، چې  عربستان ئې  په یمن  باندې په حملې کې ورځینی استفاده کوی  او  دعامو خلکو د غونډیدو ځایونه تر  دې دمه  په نښه شوی نه دی .
 د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  د بې پیلوټه الوتکو یونټ  نن سهار وختی دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، دعربستان په جنوب لویدیځ کې  آبها هوائی ډګر  ددغه ځواک بې پیلوټه  الوتکو په نښه کړی او په دغه هوائی ډګر کې ئې  پوځی فعالیتونه په ټپه درولی دی .
 په عین حال کې د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام د عربستان  د آبها هوایی ډګر په شیشت کې په راوستو د  یمنی ځواکونو دعملیاتو  په انعکاس کې ټینګار کړی ،  دیمن ولس  د تیریګرو  د اقداماتو په وړاندې له خپل ځانه  د دفاع په حال کې دی ، او دغه حق ترې هیڅوک نشی اخستلی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i82842
captcha