IQNA

دچینایانوغوښتنی ته دملاعبدالغنی برادرردځواب

14:26 - June 19, 2019
د خبر لمبر: 3482250
نړیواله ډله: په قطرکی دطالبانودسیاسی دفترمشرچینایی چارواکوغوښتنی ته ردځواب ورکړی دی.

د ایکنا راپور له مخې، د آریانانیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،په قطرکی دطالبانودسیاسی دفتررئیس ملاعبدالغنی برادر دطالبانودپلاوی دمشرپه حیث په دا نږدوکی چین ته تللی وو.اودچینی چارواکوسره خبری اتری کړی دی.چینی چارواکوپه دغه کتنی کی له طالبانوڅخه غوښتنی وه.چی داوربند اعلان وکړی.چی طالبان دچینایانودغه غوښتنی ته ردځواب ورکړی دی.
فیض محمدزلاند یوسیاسی پوه چی دطالبانوفعالیتونه له نږدی څخه څیری.وایی د طالبانو پلاوی دآمریکادپلاوی ترمینځ دسولی خبراتری داومی پړاومخکی ددغی ډلی پلاوی چین ته تللی وو.اوددغی هیوادله چارواکوسره کتنی کړی دی.
دزلاندپه قول دهغی معلوماتوپه اساس چینی چارواکودنوروموضوعاتوترڅنګ دطالبانو څخه دبیړنیواوربندغوښتونکوشول.
وحید مژده دطالبانوپخوانی غړی هم منلی دی.چی چینی چارواکو له طالبانوڅخه غوښتی وو.چی اوربنداعلان کړی.خودهغه په قول طالبانودغه غوښتنه رد کړی اووئیلی دی. تر څوچی بهرینوقواويه افغانستان کی شتون لری.هغوی جګړی ته دوام ورکوی.
یوشمیرسیاسی پوهان باوری دی.چی دطالبانودپلاوی تیت پرک اونامنظم کتنی دسولی بهیرپیچلی کوی.
شهبازدپوهنتون استادوایی- په افغانستان کی دسولی دراوستلولپاره باید نړیوالی اوسیمه اییزی غږملتیا هڅه وشی.
https://ariananews.co/ps/afghanistan/

captcha