IQNA

په قطر کی د طالبانو او امریکا ترمینځ د خبرو اترو اووم پړاو پیل شوی دی

13:09 - June 30, 2019
د خبر لمبر: 3482273
نړیواله ډله: طالبانو له امریکا سره هر ډول موافقه له افغانستانه د امریکایی عسکرو د ویستلو د مهالویش له ټاکلو سره مشروطه کړی ده .

 زمونږ خبریال راپور راکوی  د طالبانو سرچینو ویلی دی چی طالبانو له زلمي خلیلزاد سره د اووم پړاو خبرو د پیل په لومړۍ ورځ  له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو مهالویش غوښتی دی .

سرچینې وایي، طالبانو ټینګار کړی چې نورې خبرې دې وروستۍ شي او لومړی دې دوی د بهرنیانو د وتلو په اړه مطمین کړای شي.

خو سرچینه وایي، خلیلزاد بیا په دې خبره زیات ټینګار کړی چې طالبان دې نور افغاني مذاکراتو ته کېني.

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد تر دې وړاندې ویلي وو طالبانو سره به دا وار هم د ځواکونو ایستلو، د ترهګرۍ تضمین، افغاني ډیالوګ او اوربند باندې نهایي خبرې اترې وکړي.

همدا راز مایک پومپیو کابل ته خپل وروستي سفر کې ویلي وو چې هڅه کوي امریکا تر سپتامبر وړاندې طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

بلخوا طالبانو ویلي وو که امریکایان د سولې هوکړې ته رسېدو کې جدي وي نو دا وار خبرې به دواړو لوریو ته برخلیک ټاکونکو پایلو سره مل وي.

له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو شپږو پړاونو تراسوه هیڅ نتیجه نده درلودلی . طالبانو له امریکا سره هر ډول موافقه له افغانستانه د امریکایی عسکرو د ویستلو د مهالویش له ټاکلو سره مشروطه کړی ده .

http://parstoday.com

captcha