IQNA

کابل کې چاودنه شوې

2:15 - July 29, 2019
د خبر لمبر: 3482319
نړیواله ډله: چاودنه نن د یکشنبې په ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې او ۴۰ دقیقې، د کابل په پنځلسمه حوزه کې د شهید څلور لارې ته نږدې شوې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چاودنه تائيد کړې او ویلي یې دي، چې دا پېښه د اورانوس هوټل مخې ته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د پېښې شاهدان وايي، په سیمه کې د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی، چې په کې خلکو ته مر‌ګ‌ژوبله او اوښتې ده.
د دوی پر وینا له چاودنو وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اوردیل کیږي.
په دې اړه تفصیل وروسته وړاندې کیږي.
https://www.avapress.com/ps/news/189103
captcha