IQNA

د افغانستان د اهل تشیع د علماؤ شورا مشر آیت الله محسني وفات شو

10:15 - August 06, 2019
د خبر لمبر: 3482335
نړیواله ډله: د افغانستان د اهل تشیع د علماؤ شورا مشر آیت الله محمد آصف محسني پرون له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې.

په افغانستان کښې د شیعه مسلمانانو د تقلید لوړ مرجع آیت الله محمد آصف محسني په ۱۳۱۴ لمریز کال کښې د افغانستان په قندهار ښار کښې دنیا ته راغلی و او په دیني علومو کښې له ابتدايي زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د ارواښاد آیت الله حکیم او ارواښاد آیت الله خويي شاګردي یې وکړه.

آیت الله محمد آصف محسني په نجف اشرف کښې دولس کاله د دیني علمونو له زده کولو وروسته خپل هیواد افغانستان ته ستون شو او په قندهار کښې یې یوه حسینیه جوړه کړه.

دغه ستر عالم په قندهار ښار کښې کلتوري فعالیتونه پيل کړل او د کمیونیسټي حکومت په جوړیدو او د شوروي له خوا د افغانستان په نیواک سره د مجاهدینو په لیکو کښې شامل شو او څو کاله پس یې د افغانستان حرکتِ اسلامي ګوند جوړ کړ او د افغانستان د ځینو مجاهدینو مشري یې په غاړه واخیستله.

آیت الله محمد آصف محسني په افغانستان کښې له کورنیو جنګونو سره هم مهاله څه موده په پاکستان کښې تیره کړه او په کال ۱۳۷۶ کښې د قم سپيڅلي ښار ته لاړ او د حوزوي علومو تدریس او ښوونه یې پيل کړه.

د افغانستان په اساسي قانون او د لوې جرګې په بیړنیو غونډو کښې فعال ګډون د افغانستان په نوې سیاسي پړاؤ کښې د هغوي د سیاسي کارنامې یوه برخه ده.

آیت الله محسني د افغانستان د اساسي قانون په برابرولو او په دغه هیواد کښې په رسمیت د تشیع مذهب په پيژندلو کښې مهم او بنیادي رول درلود.

د خاتم النبیین علمیه حوزې او د تمدن ټیلویژني چینل جوړول او د افغانستان د اهل تشیع د علماؤ شورا مشري د آیت الله محسني د کلتوري فعالیتونو د کارنامې یوه مهمه برخه ګڼله کیږي.

دغه ستر عالم او مجاهد په مختلفو ډګرونو کښې له ډیرو هلوځلو وروسته پرون د ۸۴ کالو په عمر کښې له دې فاني دنیا سره خدای په اماني وکړه او د آخرت په سفر لاړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بیګا په یو پیغام کښې د آیت الله محسني د وفات په مناسبت د تسلیت په ویلو سره وویل: دغه جلیل القدره عالم د ښو اخلاقو او نیک خوي او د اسلامي علومو په ډګر کښې له پوره پوهې او تجربې نه علاوه د افغانستان د خلکو د پرحقه جهاد په دوران کښې هم نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.

اشرف غني څرګنده کړه چې له آیت الله محسني څخه د اسلامي علومو په برخه کښې داسې ډیر ارزښتناک تالیفات او آثار پاتې دي چې د راتلونکو نسلونو د لارې مشال ګرځیدلی شي او د افغانستان او ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره تل پاتې میراث ګڼل کیږي.

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم د افغانستان حکومت او ولس او په تیره بیا د آیت الله محسني د کورنۍ غړو، مقلدانو او شاګردانو ته د هغوي د وفات په وجه تسلیت او تعزیت ویلی دی.

http://parstoday.com

captcha