IQNA

حاجیانو ته د طبي مشورې وړاندې کولو لپاره ربوټ کاروې

21:40 - August 06, 2019
د خبر لمبر: 3482336
نړیواله ډله: سعودی عرب دې کال لومړي خل د حج په مراسمو کښې یو ربوټ د طبي مشورې وړاندې کولو لپاره د مشاعر مقدس(منا، مشعر الحرام او عرفات) په درملتون مرکزونو کښې د بیت الله الحرام زائرانو مرستې لپاره وړاندې کړې دې.
د ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په څو ورځو کې به حاجیان په تېره بیا په مشاعر مقدس منا، مشعرالحرام او عرفات کښې د شتون سره د تشریق او رمی جمرات په ورځو کښې د روغتیا او طبي په ټولو برخو کښې د اضطراري حالت اعلان کړې دې.
همدارنګه د سعودی عرب د روغتیا وزارت دې کال د لومړي ځل لپاره د حج په مراسمو کښې نوې ټیکنالوژي د منا په درملتون مرکزونو کښې د حاجیانو لپاره وړاندې کړي، دا نوې ټیکنالوژي د یو ربوټ په شکل کې ده چې ډاکټران د هغې په وسیله کولې شې د «نوردرمل»(له لرې لارې درمل) ترسره کړې او مشوره ورکړې او د منا له هر یو درملتون مرکز سره متصل شې. دا ربوټ کولې شې د روغتون دننه حرکت وکړې او د درمل معاینات لپاره د مریض خواه ته حاضر شي.
دا ربوټ «Robo Doctor» یو سمارټ آله ده چې له انټرنټ سره وصل ده او د مشاعر مقدس روغتون ډاکټران او د نورو ښارونو لکه ریاض او جده نه هم له دغه ربوټ له لارې د بیت الله حاجیانو خدمت لپاره ترې استفاده وکړې.
دا ربوټ زیات امکانات لرې لکه استوسکوپ، د سترګو او غوږونو معاینې لپاره د آنډوسکوپی خاص دوربین او د پوټکی معاینې دوربین لرې او ډاکټر توان لرې چې له دغه لارې د حاجیانو د ناروغۍ تشخیص ورکړې او له لرې نه ډاکټر خپل مشوره وړاندې کړې. دا ربوټ همدارنګه د زیات نږدې کولو او دقیقه دروبین هم لرې چې توان لرې د رادیولوژي انځورونه دقت سره واخلې او ډاکټر ته ولېږي. د طب دا نوې امکان ناروغانو ته زر رسېدو او زر تر زره د درمل کولو اسانتیا وړاندې کړې ده.
http://iqna.ir/fa/news/3832457
captcha