زمونږ. خبریال راپور راکوی طالبانو نن په یوه اعلامیه کې د سور صلیب منع کړیو خدمتونو او فعالیتونو ته د بیا پیل اجازه ورکړه.
طالبانو په دې تړاو روښانه کړې چې کومه ژمنه یې چې د سور صلیب له نړيوالې کمیټې سره د دغه بنسټ د خوندیتوب لپاره کړی وه بیا هم د اعتبار وړ ده .
طالبانو په اعلامیه کې ویلي، خپلو ټولو جنګیالیو ته یې امرکړی چې د سره صلیب کمېټې لپاره دې د فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي.
طالبانو ویلي، له سورصلیب سره د طالبانو نه یوازې زړې هوکړې د پلي کېدو وړ دي بلکې د دواړو لوریو تر منځ په یو شمېر نویو مسایلو هم هوکړه شوې ده.