IQNA

یوناما: تېرو درې میاشتو کښې د عامه افغانانو مرګ ژوبله رېکارډ کچې ته رسېدلې

13:27 - October 18, 2019
د خبر لمبر: 3482448
نړیواله ډله: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمائندګي یوناما وایي، د روان ميلادي کال تېرې درې میاشتې عامه افغانانو ته تر بل هر وخته ډېرې خونړۍ وې. یوناما په خپل تازه رپوټ کښې، چې پرون پنجشنبه داکتوبر ۱۷ مه ناوخته خپور شو، ویلي په جولائۍ، اګست او سپتمبر میاشتو کښې څه باندې څلور زره عامه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رپوټ کښې د کال د نهو میاشتو مرګ ژوبله له اتو زرو پورته ښودل شوې،'افغان جګړه کښې هر کال نژدې ۱۰ زره عامه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي'د امريکې او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کښې د عامه خلقو د  وژلې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې ده"

یوناما خپل رپوټ کښې د ۲۰۱۹ کال د وړومبيو نهو میاشتو مرګ ژوبلې ته هم اشاره کړې ده. دې موده کې ټولټال مرګ ژوبله ۸۲۳۹ ښودل شوې چې له هغو څخه ۲۵۶۳ وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپيان دي.

یوناما په دغه راپور کې ویلي چې د یاد شمېر مرګ ژوبلې ۴۱سلنه ښځې او ماشومان دي. افغان حکومت تراوسه د یوناما د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی ته منسوبه شوې مرګژوبله نه مني.

مجاهد وایي، رپوټ کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په کړنو پرده اچول شوې ده او د ده په خبره، عامه ولس ډېره مرګژوبله د امریکې په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو په بریدونو کښې اوړي.

د یوناما په رپوټ کښې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په حواله راغلي چې د جګړې ښکېلې ډلې لا هم د ملکیانو خوندیتوب ته پام نه کوي.

یاماموتو ویلي، د مرګژوبلې په شمېر کې دا زیاتوالی دا اهمیت په ډاګه کوي چې سولې، اوربند او په ټول کې د جګړې ختمېدو  لپاره بايد کار وشي.

https://parstoday.com

captcha