د ایکنا راپور له مخې، د افغانستان د ولسمشرۍ ویندوی صدیق صدیقی نن پخپل ټولنیز چینل کې په یوه پیغام کې وئیلی دی ،دکابل حکومت به په مناسب فرصت کې ، بیجینګ ته په چین کې په بین الافغانی غونډې کې د ګډون لپاره دګډون کونکو لیسټ وړاندې کړی .
د چین حکومت چې ټاکل شوې ده په نزدې راتلونکی کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د سیاسی شخصیتونو په ګډون سره د افغانانو ترمینځ غونډه ترسره کړی،د کابل حکومت په رسمی ډول بلنه ورکړې څو په دغې ناستې کې ګډون وکړی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په باکو کې د ناپیّلی غورځنګ دغړو هیوادونو په سرمشریزې کې وئیلی دی ،افغانان د افغانستان دسولې د بهیر دمدیریّت لپاره بشپړ چمتووالی لری .
طالبانو ډلې هم اعلان کړی ،چې په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر مشر ملاعبدالغنی برادر په مشرۍ ددغې ډلې پلاوی په دغې ناستې کې ګډون کوی .
په عین حال کې په چین کې د سولې دخبرواترو د ځنډیدا په باب ځینی راپورونه هم خپرۀ شوی دی ځکه ټاکل شوې وه ، دغه غونډه د روانې اونۍ په دوشنبې او سه شنبې ورځو ترسره شی،خو اوس له کوم دلیل پرته وئیل کیږی ، چې په راتلونکو څو ورځو کې به ترسره شی .
له دې سره په یووخت د روسیې مرستیال خارجه وزیر ایګور مورګولوف یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو دسملاسی بیرته ترسره کیدا غوښتنه کړې ده. د روسیې مرستیال خارجه وزیر همداراز د افغانستان په چارو کې د پاکستان،امریکا،روسیې او چین د ځانګړو استازو په څلوراړخیزې ناستې کې همداراز په افغانستان کې سولې ته درسیدو لپاره د افغانانو تریمنځ دخبرواترو ته د هڅولو لپاره د نورو هیوادونو د ګډو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی . په دغې غونډې کې چې پرون ترسره شوی ، دچین ، امریکا،روسیې او پاکستان استازو برخه اخستې وه .