د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو برخې نه په نقل، د عراق پوځ پرون په یوې(۱) بیانیې کښې د داعش ترهګرې ډلې د مشر پرضد د امریکا د عسکرو د عملیاتو له ترسره کیدا مخکې د عراق ملی استخباراتی ادارې د ابوبکر بغدادی د پټنځای په هکله اطلاعات واشنګټن ته ورکړی وو .د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون مازیګر په سپینې ماڼۍ کښې په خبرې ناسته کښې په سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې دمشر ابوبکر بغدادی د وژل کیدا خبر ورکړ .
د ابوبکر بغدادی په مشرۍ داعش ترهګرې ډلې په تیرو څو کلونو کښې د امریکا د سعودی عربستان د صهیونیسټ رژیم د متحده عربی اماراتو د انګلستان د فرانسې او دنورو عربو او اروپایی هیوادونو په مالی پوځی اواستخباراتی ملاتړونو سره د عراق او د سوریې ډیر سیمې ونیولې او دخلکو پرضد یې ستر ظلمونه او جنایتونه وکړل .
https://parstoday.com/ps/news