د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پشتو برخې نه په نقل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون تراوسه د ولسمشرۍ د ټولټاکنو د رایو په شمیرول کښې د ځنډ او دفنی مشکلاتو د رامینځته کیدا په علت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو د اعلانولو وخت درې (۳) ځله ځنډولی دی .دافغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړۍ نتیجې چې ټاکل شوې وې د اکتوبر د میاشتې په نولسمه (۱۹) او ورپسې د اکتوبر د میاشتې په اتویشتمه (۲۸) نیټه اعلان شی پرون د نوامبر دمیاشتې څوارلسمې(۱۴) نیټې ته وځنډول شوې .
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون مشرې میرمن «حوا علم نورستانی» پرون وویل د انتخاباتو کمیسیون باوری دی چې شفافیت باید د چټکۍ قربانی نشی .
https://parstoday.com/ps/news