د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو ویبپاڼې نه په نقل، حقانی ترهګرې ډلې دغه مشر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه خوشی شوی دی .دغه راپور زیاتوی د افغانستان د پارلمان یوشمیر استازیو هم ټینګار وکړ د حقانی ترهګرې ډلې د یوه (۱)مشر انس حقانی خوشی کول یوه (۱) شرمونکی معامله ده چې د هیواد د قضایی ادارو خپلواکۍ یې تر پوښتنې لاندې وروستلی ده .
د افغانستان حکومت په داسې حال کښې د حقانی ترهګرې ډلې یو(۱) مشر انس حقانی له زندان څخه خوشی کړی دی چې له دې مخکې یې د هغه لپاره د اعدام حکم صادر کړی وو .
د حقانی ترهګرې ډلې او د طالبانو درې(۳) غړی یعنی انس حقانی ، مالی خان او عبدالرشید عمری د افغانستان دحکومت له زندان څخه خوشی شوی او ټاکل شوی ده چې د امریکا او د اسټرالیا دوه (۲) استادان چې د طالبانو په قید کښې دی د دغو دریو (۳) کسانو د خوشی کیدا په بدل کښې خوشی شی .
https://parstoday.com/ps/news/