IQNA

د بشري حقوقو موضوع د سیاسي مقاصدو لپاره لاهم د لویدیځ د لاس آله

18:20 - November 19, 2019
د خبر لمبر: 3482514
نړیواله ډله: کومو کسانو چې د ایراني ښاریزو خلاف نسل وژونکې اقتصادي ترهګري پیل کړې ده اوس د خپلو بشري حقوقو لپاره د مکر ژړا کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې ویبپاڼې نه په نقل، د ایران د قضائيه قوې د بشري حقوقو کمیټې (په ایران کښې د بشري حقوقو د حالت) په عنوان سره د یو پریکړه لیک د مسودې په وړاندې کولو کښې د کاناډ د حکومت اقدام وغنده او هغه یې له تهمتونو او ناسمو معلوماتو ډک او له ایران سره د کاناډا د حکومت د دښمنۍ په دوام کښې وباله.دغه خبرپاڼه زیاتوي: د کاناډا اقدام چې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا په نزد د خپلو بشري حقوقو د ملي رپورټ په دفاع کښې د ایران له بري سره هممهاله بڼه نیسي، د ایران له پتمن ولس سره د لویدیځې نړۍ د پخې دښمنۍ او خباثت د ژوروالي نښه ده.
تیره اونۍ په ملګرو ملتو کښې د ایران مرستیال استازي اسحاق آل حبیب د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ د دریمې کمیټې په غونډه کښې د دغې کمیټې د ایراني ضده پریکړه لیک په تصویبیدو باندې په نیوکې سره څرګنده کړه: کومو کسانو چې د ایراني ښاریزو خلاف نسل وژونکې اقتصادي ترهګري پیل کړې ده اوس د خپلو بشري حقوقو لپاره د مکر ژړا کوي.
هغه د کاناډا د حکومت په دوه ډوله کړچار باندې په نیوکې سره وویل: کاناډا څنګه خپلې متناقضې کړنلارې تطبیقوي؟ څرنګه په فلسطین کښې د اپارټایډ یو ملاتړی ځان په ایران کښې د بشري حقوقو د مدافع په توګه مطرح کوي؟ دا یو ډول ریاکاري نندارې ته وړاندې کوي.
په ایران کښې د بشري حقوقو خیال ساتل د هیواد د ګټو او ملي امنیت په چوکاټ کښې یو شرعي، قانوني او موضوعي ضرورت دی.
د کاناډا دا کار چې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا په نزد د خپلو بشري حقوقو د ملي رپورټ په دفاع کښې د ایران له کامیابۍ سره په یو وخت ترسره شو، په لویدیځې نړۍ کښې د ایران له پتیالي ولس سره د سختې دښمنۍ او خباثت د ژوروالي نښه ده.
په دغه بیانیه کښې د ترهګرو د منلو او ورته سزا نه ورکولو، د امریکې له یواړخیزپالو سیاستونو او د پوځي او جنګي سازوسامان په خرڅولو سره د صهیونیسټي رژیم له اسلام دښمنۍ سره د ملګرتیا، د سیمه ایزو په تیره بیا د مینځني ختیځ د شخړو په جوړولو او سختولو کښې لاسوهنې، د نسل وژنې، جنګي جنایت او په یمن، سوریې او عراق کښې د بشريت خلاف له جنایت کونکو په لویدیځې نړۍ کښې د بشري حقوقو د یو دروغجن مدافع په توګه د کاناډا د حکومت تورې دوسیې ته اشاره شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي څرګنده کړه: د اوسنۍ زمانې قاتلان چې د ایراني ضده پریکړه لیک بنسټګران او ملاتړې دي او د بشریت خلاف له هیڅ ډوله جنایته یې ډډه نه ده کړې، د بشري حقوقو په هکله د نظر څرګندونې حق نه لري.
که څه هم د بشري حقوقو په نړیواله اعلامیه کښې د انسانانو په حقوقو باندې د تیري نه کولو، د ولسونو حقوقو ته د احترام او په کورني نظام کښې د دغو حقوقو په خیال ساتنې او د ولسونو ترمینځ د صلحې په ټنیګښت باندې ټینګار شوی دی خو د لویدیځ له نظره دغه شعارونه یوازې ظاهري اړخ لري او په عمل کښې کوم څه چې د لویدیځ لپاره مهم دي، د بشري حقوقو تر نقاب لاندې سیاسي اهداف دي. په داسې حال کښې چې بشري حقوقو ته پاملرنه باید له هرډول سیاسي ملاحظاتو خالي وي، بشري حقوق په خپله حقیقي معنا کښې د هغو حقوقو یوه برخه ده چې هر انسان ترې په مختلفو طریقو برخور دی.
د یمن د صنعاء پوهنتونو د تجارت، اقتصاد او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ډاکټر محمد عبدالملک المتوکل وايي: بشري حقوق تش یو داسې شعار دی چې د لویدیځ او سلطه ګرو غربي حکومتونو له خوا د نورو حکومتونو په کورنیو چارو کښې د لاس وهنې په موخه ورکول کیږي.
د ایران خلاف د بشري حقوقو پریکړه لیک په داسې حال کښې تصویبیږي چې د هغه یوه اصلی بنسټګره یعنې امریکا د ایران د خلکو خلاف د اقتصادي ترهګرۍ د کارولو له لارې، د ۸۳ میلیونو ایراني ښاریزو په تیره بیا د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ناروغانو د ډیرو بنیادي حقوقو په خلاف ورزۍ لګیا ده.
دې حقیقتونو او د بشري حقوقو په بحث کښې دوه ډوله معیار ته په پام سره دي چې د ایران د قضائيه قوې د بشري حقوقو د کمیټې په بیانیه کښې راغلې دي: د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ دریمې کمیټې ته ( په ایران کښې د بشري حقوقو د وضعیت) تر عنوان لاندې پریکړه لیک د مسودې په وړاندې کولو کښې د کاناډا د حکومت اقدام د بشري حقوقو په برخه کښې د نړیوالې ټولې له لارو چارو د اوزاري ناوړه استفادې او کرکې خورونې یوه څرګنده نمونه ده.
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan
captcha