IQNA

د ترکي د دیني چارو د اداري مشر غوښتنه وکړه

په نروژ کښې د قرآن کریم سپکاوی کونکو محاکمه

17:26 - November 20, 2019
د خبر لمبر: 3482516
نړیواله ډله: د ترکی د دیني چارو د اداري مشر په نروژ کښې د قرآن کریم د سپکاوې کولو اقدام لمسوونکي عمل وبللو او د وحي د کلام د سپکاوې کونکو د محاکمي غوښتنه یی وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د ترک پریس نه په نقل، د ترکي د دیني چارو ادارې مشر، په خپل ټوئټي پیغام کښې په نروژ کښې د اسلام په خلاف د یوې ډلي له اړخه د قرآن کریم سپکاوي په اړه غبرګون وښود.
ارباش په ټوئیټ کښې ټینګار وکړ: د اسلام په خلاف د یو ډلي له اړخه د قرآن کریم سپکاوی، په دې څرګند دلیل دی چې په اروپا کښې د اسلام نه ویرول په دې وروستیو کښې لا زیات شوې دي.
د ترکي د دیني چارو د اداري مشر زیاته کړه: دا اقدام لمسوونکي عمل دي، چې د نړیواله سولي د کمزورتیا او د ټولو مسلمانانو د ازار سبب شو، سختۍ سره محکوم کوم او د نروژ له چارواکو غوښتنه کوو چې د دغه سپکاوي کونکې محاکمه کړي او چا ته اجازت ور نکړي چې دارنګه اقدام ترسره کړي.
د ترکي د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبه په ورځ د آبان میاشتې په ۲۷ په یوې بیانیه کښې دغه اقدام لمسوونکې عمل بللو او محکوم کولو سره د محاکمي نه د دارنګه جنایتونو د کوونکو د محاکمه کولو باندې ټینګار وکړ.
د آبان د میاشتې په ۲۵ د شنبې په ورځ د افراطي ډلې«په نروژ کښې د اسلامی کېدو مخنیوی وکړی » مشر د قرآن کریم د یوې نسخې د سوزولو قصد کړی و چې پولیسو له دغه کار مخنیوي وکړ، خو هغه په نورو اقداماتو کښې د قرآن کریم سپکاوي کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/3858434
captcha