د ایکنا راپور له مخې، د farsnews ویبپاڼې نه په نقل، د فرانسې د خارجه وزارت ویاندې اګنس فن ډرمول (Agnès Von Der Mühll) په دغه خبری ناسته کښې ټینګار وکړ پاریس د صهیونیسټ رژیم امنیت ته ژمن دی.د فرانسې د باندنیو چارو وزارت ویاندې په یوه (۱) خبری کانفرنس کښې د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د اسرائیلو وروستی برید او د ایران او دسوریې دعسکرو په مرکزونو د حملې په هکله د دغه رژیم ادعاګانو ته په اشارې سره د اسرائیلو پلویتوب وکړ او په ایران یې نیوکه وکړه. د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو پرون سهار د لبنان له فضا او د نیواکی جولان له لوړو څخه د سوریې په پلازمینې دمشق توغندوی بریدونه وکړل چې له کبله یې دوه (۲) عادی ښاریز ووژل شول او څو نور ژوبل شول .
اسرائیل تل د ترهګرو ډلو د ملاتړ او حمایت لپاره دسوریې په بیلابیلو سیمو بریدونه کوی .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې مرستې سعودی عربستان ، امریکا ، فرانسه ، انګلستان ، ترکیه ، متحده عربی امارات، کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .
https://www.farsnews.com/world