IQNA

محمود شحات انور: د قرائت لپاره د لاسونو ښکلول نه خوښوم

11:47 - November 21, 2019
د خبر لمبر: 3482523
نړیواله ډله: مصري قاري شیخ محمود شحات محمد انور، څرګنده کړه: بیخي نه خوښوم چې څوک زما لاسونه ښکول کړي او که داسې وشې نو دا زما د خوښي خلاف او په زور وې.

د ایکنا راپور له مخې، د شروق نیوز نه په نقل، محمود شحات محمد انور(د مصري قاري شحات محمد انور زوی) له النهار سپوږمیزه چینل سره په مرکه کښې څرګند کړه: په غونډو کښې له قرائت نه ورستو، کله چې د خلکو له ځان سره مینه او د خپل قرائت تاثیر پر هغوي ګورم له ډېره خوشحالی ژړا راځي.
هغه زیاته کړه: هر څوک چې له قرآن او قرائت سره مینه ولري نو مخ به یې ښکلې کېږي او دا ځانګړتیا الله د مصر خلکو ته ډالي کړي ده.
محمود شحات انور دې بیان سره چې که هر څوک وغواړي قاري کیدلی شي او دا ګران کار هم نه دی، زیاته کړه: د مصر ولس متدین او قران سره مینه لرونکی او په الهي بارګاه کښې مقرب دی.
دې مصري قاري زیاته کړه: مصري قاریان د قرآني آیتونو سره احساس لري او د تلاوت په وخت کښې هم احساس سره تلاوت کوي. قرآن په مکه کښې نازل او په مصر کښې تلاوت شو.
هغه د ختم په مراسمو کښې د ښځو د تلاوت په اړه وویل: د شرع د حکم په رڼا کښې، د نامحرمو په وړاندې د ښځو تلاوت جایز نه دی او هغې اجازت لري چې یواځې د ښځو په وړاندې تلاوت وکړې.
https://iqna.ir/fa/news/3858382
captcha