د ایکنا راپور له مخې، د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون په پاکستان کښې د ایران د سفیر مهدي هنردوست د ماموریت د ختمیدو په درشل کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د هغه په کتنه کښې وویل: پاکستان د کشمیر له خلکو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د پریکنده ملاتړ ستاینه او قدرونه کوي.
د پاکستان ولسمشر ټینګار وکړ چې اسلام آباد او تهران د ګډو ګټو او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمینځ د دیني، کلتوري او مذهبي اشتراکاتو او ترمینځ یې د نزدې اړیکو په برکت په خپلو کښې ډیر ښه تعلقات لري.
هغه په دغه ملاقات کښې د ایران او پاکستان د اړیکو د لامضبوطولو او د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پرمخ بیولو په لاره کښې د هنردوست د ارزښتناکو خدماتو قدرونه وکړه او د هغه لپاره یې د کامیابۍ آرزو وکړه.
په دغه ملاقات کښې په پاکستان کښې د ایران سفیر هم وویل: صلح او ثبات د ایران او پاکستان د واړو وروڼو هیوادونو اصلي وړومبیتوب دی.