IQNA

ABU ایوارډ د ایران راډیو او ټیلیویژن وګټه

11:45 - November 23, 2019
د خبر لمبر: 3482527
نړیواله ډله: د آسیا او اقیانوسیې د راډیو او ټیلیویژنونو د اتحادیې د غونډې د رسندوي صنعت او بیخ بیناؤ د پراختیا د برخې ایوارډ د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په برخه شو.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران د راډیو پښتو برخې ویبپاڼې نه په نقل، د جاپان په پلازمینه ټوکیو کښې د روان ۲۰۱۹ کال د آسیا او اقیانوسیې د راډیو او ټیلیویژنونو د اتحادیې د غونډې د رسندوي صنعت او بیخ بینايي پراختیا د برخې انعام د ایران د راډیو او ټیلیویژن ادارې ته ورکړی شو.د ایران د صدا و سیما ادارې د پراختیا او ټیکنالوجۍ د برخې مرستیال رضا علیدادي د دغې غونډې ترڅنګ څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلیویژن ادارې د ځان بسیاینې په لاره کښې د ځايي ځواکوکونو او تجهیزاتو په کارولو سره د رسندوي صنعت د بنسټیز جوړښت په پراختیا کښې ډیر کارونه کړې دي.
د ویلو ده چې د آسیا-اقیانوسیې د راډیو او ټیلیویژنونو اتحادیه (ABU) د نړۍ له ۵۷ هیوادونو څخه په ۲۸۰ غړو سره د نړۍ په کچه یوه ډیره ستره او مسلکي رسندوي اتحادیه ده چې د ایران د راډیو او ټیلیویژن اداره یې یو فعال غړی دی.
https://parstoday.com/ps
captcha