IQNA

د حجاب کولو وجوب لپاره د الازهر له قرآنه استدلال

21:38 - November 23, 2019
د خبر لمبر: 3482528
نړیواله ډله: د الازهر د فتوی نړیوال مرکز د نور سورت له ۳۱ آیت او د احزاب سورت له ۵۹ آیت څخه د ښځو لپاره د حجاب کولو وجوب باندې ټینګار وکړ.

د ایکنا راپور له مخې، د الامة خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر د فتوی نړیوال مرکز په یو بیانیه کښې اعلان وکړ: حجاب د قرآن کریم د آیتونو په استناد او د وحي د کلام په استدلال سره واجب حکم دی او دا مسئله د اجتهاد وړ نه لري او هیڅ څوک د قرآن کریم د قطعي او ثابت احکامو سره د مخالفت حق نه لري.
په دغه بیانیه کښې د ځینو ادعاګانو خپرولو چې حجاب فرض نه دی په اړه خبرداری ورکړی او په کښې راغلي: غیر متخصص کسان او عمومي خلک باید د دغه مسئلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړي.
د الازهر د فتوی نړیوال مرکز په ادامه کښې د قرآن کریم ځینې آیتونه چې د ښځو لپاره د حجاب واجب پر مسئله قطعي دلالت لري ته اشاره کړي ده. الله تعالی د نور سورت په ۳۱ آیت کښې فرمائي: وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ: او د احزاب سورت په ۵۹ آیت کښې فرمائي: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا.
په دغه بیانیه کشې راغلي دي: کله چې اسلام ښځو ته اجازت ورکړ چې خپل مخ او لاسونه ښکاره کولي شي او ښځو ته ئې له دغه دوو نور حجاب حکم ورکړ، په حقیقت کښې د هغې د ښځېتوب او د فطرت ساتني لپاره و او په اسلام کښې دغه حکم د هغې له مخنیوي لپاره نه ځکه چې ښځه یوازې یو جسم او شهوت وشمیرلي شي.
د الازهر د فتوی مرکز په دغه بیانیه کښې ټینګار وکړ: که څوک د حجاب مسئلي ته په منصفانه نظر وګوري، له دې مسئلې به دا پایلې ترلاسه کړي چې اسلامي حجاب د ښځې په ګټه دی او له دې مخکې چې یو دیني حکم دی دا حجاب له انساني فطرت سره سمون لري.
دې مرکز په اخیره کښې له همدغه شان احکامو او فتوی بیانونکو غوښتنه وکړه چې بي له سند او دلیل شرعي احکامو وړاندې کولو او حکم ورکولو ځان وساتي او د فتوی ورکولو مسئله دې عالمانو او کارپوهانو ته وسپاري.
د حجاب د وجوب مسئله په مصر کښې توده شوې وه او د دغه هیواد ځني هنرمندانو او فعالانو  په دغه هیواد کښې د حجاب بندیز لپاره اوازونه اوچت کړي و.
https://iqna.ir/fa/news/3858687
captcha