د ایکنا راپور له مخې، د ډیلي ټایمز نه په نقل، په دغه جلسه کښې په ناروی کښې د قرآن کریم د سپکاوې موضوع د اروپا اتحاديي او د اسلامی همکارۍ سازمان په وړاندې مطرح کولو ټنیګار وشو.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیاله فردوس عاشق اعوان وویل: دا کمیټۍ به په ناروی کښې د قرآن کریم سپکاوې محکومه وې او په دغه خبره لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د اسلام نه ویره د نړۍ د سولې لپاره خطرناکه ده.
هغې زیاته کړه: دا اقدام په ټولي نړۍ کښې د میلیونونو مسلمانانو د احساسات مجروح کړل. هغې ټینګار وکړ د پاکستان حکومت به په یو پریکړه لیک د اروپا اتحادیي او د اسلامي همکارۍ سازمان ته وړاندې کوې چې دغه اقدامات محکوم کړي.
له دې نه مخکښې په پاکستان کښې د ناروی سفیر د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتلی شوی و او د قرآن کریم د سپکاوې په اړه د پاکستان د خلکو او د حکومت اندېښنه ئې ورته وړاندې کړه.
https://iqna.ir/fa/news/3859373