IQNA

په افغانستان سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي

8:57 - November 26, 2019
د خبر لمبر: 3482536
نړیواله ډله: د ښځو چارو وزارت وايي، دا پېښې په جوزجان، سرپل، بغلان، سمنګان، هلمند، بلخ، بامیان، پروان او هرات کې په رسمي ډول ثبت شوې دي، چې د ښځو وهل ډبول، جنسي تیری، قتل، له کوره شړنه، شکنجه، اجباري ودونه او نور په کې شامل دي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د افغان رسندویو له راپور سره سم د  روان کال په اتو میاشتو کې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې پر ښځو د تاوتریخوالي ۲۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي. د ښځو چارو وزارت وايي، دا پېښې په جوزجان، سرپل، بغلان، سمنګان، هلمند، بلخ، بامیان، پروان او هرات کې په رسمي ډول ثبت شوې دي، چې د ښځو وهل ډبول، جنسي تیری، قتل، له کوره شړنه، شکنجه، اجباري ودونه  او نور په کې شامل دي.
د وزارت په وینا تر ټولو زیاتې ۸۰۱ پېښې په هرات کې ثبت شوي خو په جوزجان کې ۱۵۰، په سمنګان کې ۲۵۰، په جوزجان کې ۱۴۳، په سرپل کې ۹۵، په بامیانو کې ۱۱۴، په بلخ کې ۳۵۷، په پروان کې ۱۲۲ پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون بیاوايي، سږ کال په ټول افغانستان کې ۲۷۶۲ پر ښځو د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي.
  په همدې حال کې یوناما له افغان حکومت څخه غوښتي چې پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړي.
 همدا راز ولسي جرګې هم د یو پریکړه لیک په صادرولو سره له حکومت څخه  غوښتي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
https://parstoday.com/ps
captcha