د ایکنا راپور له مخې، د ارم نیوز نه په نقل، د ناروی مسلمانانو د کریستیان سانډ په ښار کښې د الله د کتاب د سپکاوی په ځواب کښې، د دغه ښار په سړکونو باندې د قرآن کریم د تلاوت او اوریدلو محفل ترسره کړو.
یادونه، د روان کال د نومبر میاشتې په شپاړسمه د ناروی په کریستیان ساند ښار کښې د «د ناروی اسلامي کول متوقف کړی(SIAN)»له اړخه د اسلام خلاف تظاهرات ترسره شول چې په دغه لړ کښې د دغه ډلې مشر هڅه وکړه د قرآن کریم یوه نسخه وسوزه وي. دا اقدام په سراسره نړۍ کښې د اسلامي او غیر اسلامي سازمانونو او ډلو له اړخه سختۍ سره محکوم شو.
https://iqna.ir/fa/news/3859863