د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو د ویبپاڼې نه په نقل، ټوبي لینزر زیاته کړه چې په تېر ميلادي کال کښې د نړۍ په کچه په افغانستان کښې تر ټولو ډېر ماشومان وژل شوي دي.لینزر دغه څرګندونې «د افغان ماشومانو په اړه ناسته کښې» چې اروپايي ټولنه یې کوربه وه، وکړې.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لینزر په دې اړه وويل:«په یقین سره ویلې شوو چې افغانستان په نړۍ کښې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونے هېواد دے او په دغه هېواد کښې په ۲۰۱۸ کال کښې د بل هر هېواد په پرتله زیات شمېر ماشومان د جګړو او تاوتریخوالو له امله وژل شوي دي.»
د يادونې ده چې په افغانستان کښې د امریکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو، افغان ځواکونو او وسله والو ډلو په حملو کښې اکثر عامه خلق وژل کيږي چې پکښې ګڼ شمېر ماشومان شامليږي
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan