IQNA

غزه کښې یو فلسطیني ځوان شهید شو

8:06 - November 30, 2019
د خبر لمبر: 3482548
نړیواله ډله: یو بل فلسطینی ځوان په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د ډزو له امله شهید شو.

د ایکنا راپور له مخې، د پښتو تهران راډیو نه په نقل، په فلسطیني ښاریزو باندې د اسرائیلي پوځیانو په پرونۍ حمله کښې د غزې تړانګې د سویل خان یونس په ختیځه برخه کښې د فهد محمد الاسطل په نامه یو فلسطیني ښاریز د صهیوینسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو او پنځه تنه نور هم زخمي شول.د ویلو ده چې له نیواکي فلسطین سره د غزې په سرحدونو کښې (د ستنیدو د حق) د اونیز لاریون د لغو کیدو باوجود لسګونه تنه فلسطیني ځوانانو مظاهرې وکړې.
د ستنیدو او د غزې د محاصرې د ختمیدو د مظاهرو جګ پوړې کمیټې په دې وروستیو کښې ویلې دي چې د ستنیدو د حق مظاهرې به تر راتلونکې خبرتیا پورې ترسره نه شي.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i86222
captcha