د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي د فلسطین له ولس سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: اووه لسیزې د صهیونیسټي رژيم د بې شرمۍ وشوې او اووه لسیزې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم له نیواک، وژلو، تیري، جنایت، لوټنې او نسل وژنې د نړیوالې ټولنې د شرمندګۍ تیریږي.د ویلو ده چې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۴۷ کال د نومبر په نهویشتمه نیټه د فلسطین د ویشلو ناعادلانه پریکړه لیک تصویب کړی و.
د ۱۹۴۸ کال په مۍ میاشت کښې صهیونیسټانو د فلسطین د خاورې حتی نیمه برخه هم د هغې اصلي اوسیدونکو ته ورکول ونه زغمل او د فلسطین په نیواک سره، تر ننه پورې د خپلواکه فلسطیني هیواد د جوړیدو مخه نیسي.
په دې لړ کښې د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۷۷ کال کښې د نومبر د میاشتې نهویشتمه نیټه د فلسطین له ولس سره د پیوستون نړیواله ورځ نومولې ده.
https://parstoday.com/ps/news/world-i86224