IQNA

د مصر د اتلن ژوند ته د هغه د مرګ په کلیزه کښې یوه کتنه/ استاد عبدالباسط او تر نیمې پیړۍ د تلاوت پر څوکۍ تکیه

11:01 - December 01, 2019
د خبر لمبر: 3482550
نړیواله ډله: ۳۱ کاله وړاندې استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد یو عمر د قرآن په زړه پورې او خوندور تلاوتونو نه وروسته د حق غږ ته لبیک وویل او د ۱۹۸۸ کال د نومبر میاشتې په ۳۰ له نړۍ سترګي پټي کړي. هغه د وحي پر ځمکه د تلاوت له کبله د مکې غږ لقب ترلاسه کړی و.

د ایکنا راپور له مخې، د البوابة نیوز ویبپاڼې نه په نقل، مصر د دغه قاري د مرګ په کلیزه کښې د «عبدالباسط عبدالصمد صوت مکة و مزمار القرآن» عنوان لاندې مقاله کښې د دې مصري مشهور قاري کلیزه لمانځلي.
عبدالباسط چې د قرآن پاک د سفیر په لقب ټاکلی شوی و د مصر د قرآن راډیو له لارې یې په کلونو خلک د قرآن کریم په زړه پورې او خوندور تلاوت سره وجد کښې راوستلي وو او د هغه تلاوت اوس هم د اوریدونکو لپاره خوندور دی.
په ۱۹۲۷ کال  کښې عبدالباسط د مصر د قنا ولایت د آرمنت ښار په المزاعزه کلي کشې زږیدلی و. هغه لا ۱۴ کلن و چې د قران کریم اووه او لسګوني قرائتونه یې زده کړ او هم دارنګه په اواز کښې خوند او جذبه لرله چې په حقیقت کښې د هغه اواز اسماني اواز ټاکلي شو.
قرآني کورنۍ
د هغه استاد او نیکه، د قرآن کریم حافظانو او تقوا لرونکي کسانو نه شمیریدلو او د مورنۍ نیکه جلیل ابوداود یې هم په ارمنت ښار معروف او مشهور و. خو پلار یې استاد شیخ محمد عبدالصمد چې د هغه د قرآن کریم د تجوید او حفظ استاد و چې سبب وګرځید عبدالباسط له قرآن کریم سره عشق او ښکلۍ اواز په ارث کښې ولري. 
استاد عبدالباسط د ښکلې اواز لرلو له کبله په ۱۹۲۵ کال کښې د وحي ځمکې ته په سفر کښې د قرآن کریم ځانګړي تلاوت په پټو کښې ریکاډ کړو او د مکې غږ لقب سره وټاکلي شو.
د مصر د اتلن ژوند ته د هغه د مرګ په کلیزه کښې یوه کتنه/ استاد عبدالباسط او تر نیمې پیړۍ د تلاوت پر څوکۍ تکیه
ستایونکې اتل
مرحوم عبدالباسط په ۱۹۵۰ کال کښې قاهره ته لاړ او په ۱۹۵۱ کال کښې له مصر راډیو سره مشغول شو. د هغه لومړی تلاوت د فاطر سوری و.
هغه په ۱۹۵۲ کښې د امام شافعي د جومات د قاري په توګه او په ۱۹۸۵ کال کښې د شیخ محمد علی البنا په ځای د امام حسین علیه السلام د جومات د قاري په توګه په قاهره کښې میشت و. عبدالباسط په قرآني منزلت او اواز کښې سیال نه لرلو هغه تر نیمې پیړۍ د تلاوت پر څوکۍ ناست و او په یو ستایونکې اتل بدل شو.
مشهوره جوماتونه چې شیخ عبدالباسط په هغې کښې د قرآن کریم تلاوت کری په هغو کښې مکه مکرمه، په مدینه کښې مسجد النبي، په قدس کښې مسجد الاقصی، په فلسطین الخلیل کښې ابراهیمي جومات، په دمشق کښې اموي جومات او د آسيا، آفريقا، آمریکا، فرانسه، انگلستان، هند او د نړۍ د نورو هیوادونو جوماتونو ته اشاره کولی شو.
د افتخار نښه
په ۱۹۵۶ کال کښې د سوریه هیواد استاد عبدالباسط ته د وړتیا نښان ورکولو سره ولمانځلو. همدارنګه لبنان هم د دغه ویاړمن شخصیت ته نښان ورکولو هغه سره ولمانځلو او د مالیزیا هیواد هغه ته د سروزرو نښان ډالۍ کړو. عبدالباسط د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو د ولسمشرانو له لاسه نور زیات نښانونه هم ترلاسه کړي. 
هغه د ۱۳۶۷ کال د آذر میاشتې په نهمه نیټه (۱۹۸۸ کال د نومبر ۳۰) د قرآن کریم یو عمر خدمت کولو نه وروستو د حق غږ ته لبیک وویل. د هغه په جنازه کښې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو سفیرانو د خپلو هیوادونو د ولسمشرانو او خلکو په استازیتوب کښې ګډون وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/3860524/
captcha