IQNA

په برازیل کې د اسلامي سازمان لخوا وړیا طبي خدمات

11:24 - December 01, 2019
د خبر لمبر: 3482551
نړیواله ډله: د برازیل د اسلامي سازمان فدراسیون د سائوپائولو ښار په شاوخوا کښې میشته ښاریزو ته وړیا طبي خدمات وړاندې کړل.
د ایکنا راپور له مخې، له ابنا نه په نقل، د برازیل اسلامي سازمان فدراسیون چې فامبراس نوم لري هر کال د د سائوپائولو ښار د شاوخوا په کلیو او محرومو سیمو کښې میشته اړتیا لرونکو سره د مرستې لپاره بیلابیل پروګرامونه ترسره کوي.
د دغه سازمان نوې پروګرام چې د سټمبر د میاشتې په لومړی نیټه (د آذر په لسمه) ترسره کښېږي بیلابیلو برخو ته شاملیږي چې په کښې یوه برخه د ماشومانو لپاره د مشغولتیا پروګرام او طبي خدمات وړاندې کول دي.
دا پروګرام به د سهار له ۱۰ څخه تر د ماځیګر ۳ پورې دوام لري او د ویني دباؤ(بلډ پریشر)، شوګر، کولسټرول او د هیپاټیټس آزمایشونو وړیا وړاندې کېږي.
همدارنګه د سیني کینسر او د ښاغونو د بیمارو د مخنیوي په اړه معلومات هم وړاندې کېږي.
فامبراس د مسلمانانو ځوانونو د انجمنو په ملاتړ سره له کلونو راهیسې دا پروګرامونه په بیلابیلو سیمو کښې ترسره کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3860253
captcha