د ایکنا راپور له مخې، د بلنیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغه لاس لیکونکې قرآن لرغونتوب تر ۱۱ څخه ۱۳ پیړۍ یاد شوی.
دا نسخه ۸۶۷ پاڼې او دیرش سپاري لري چې وزن یې تر ۱۳ کلو ګرامو رسیږي.
دا قرآن په ۲۰۰۷ میلادي کال کښې د کلتوري میراث کارپوه په وسیله ترمیم شو او له هغه وخت نه په یو شیشه کښې چې د رطوبت او اکسیجن مقدار یې کنټرول شوي دي ساتلې کېږي.
هره ورځ د چینګ های ولایت میشته ۶ زره کسانو نه زیات مسلمانان د دغه قرآن کتني لپاره جیه زی جومات ته ورځي.