IQNA

په عراق کښې د ابوبکر البغدادي مرستیال ونیول شو

9:51 - December 04, 2019
د خبر لمبر: 3482557
نړیواله ډله: د عراق د پوځي اډي اطلاعاتو مرکز په کرکوک کښې د ابولکر البغدادي د مرستیال نیولو خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د الغدیر نه په نقل، د عراق امنیتي ځواکونه د کرکوک ولایت په الجویجه ښار کښې د داعش مرستیال حامد شاکر سبع البدری په نیولو کښې بریالي شو.
د عراق د پوځي اډي  اطلاعاتو مرکز په دې اړه وویل: شاکر البدری چې په ابوخلدون په نوم مشهور وو په داسې حال کښې چې د شعلان عبید په نوم جعلي شاخت یې درلود د آذار سیمې په یو کور کښې ونیول شو.
دغه ترهګر د داعش له لویو جنایتکارو نه و په اسپایکر جنایت کښې چې ویل کیږي په دغه جنایت کښې ۱۷۰۰ عراقي پوځيان وژلي شوي وو لاس لرلو. 
ابوخلدون همداشان د داعش ترهګري ډلي د اطلاعاتو د دوتنې مسؤلیت هم درلود.
https://iqna.ir/fa/news/3861578/
captcha