د ایکنا راپور له مخې، د
parstoday.com/ps ویبپاڼې نه په نقل، لینډ ورت ورځپاڼې راپور ورکړی،د ناروې په پلازمینې اسلو کې د مسلمانانو درو تنظیمونو ، د ناروې د مسلمانانو د هنر او فرهنګ ټولنه ، داسلامی ادبیاتو ټولنه او د منهاج القرآن جامع جومات ټولنه په دغه هیواد کې د قرآن کریم دسپکاویو دتکراریدو دمخنیوی په خاطر نیّت لری ،د ناروې په پلازمینې او برګن ښار کې د قرآن کریم لس زره نسخې یا کتابونه په عامو خلکو کې وویشی .د دغه راپور په اساس د قرآن کریم دنسختو د ویشولو لګښت دغه درې تنظیمونه په غاړه لری او دهغو ځینی برخې هم د ولسی مرستو له ځایه تامینیږی .
د نومبر په درویشتمه نیټه د ناروې په کریسټیّن سنډ ښار کې یوه افراطی کس دقرآن کریم کتاب ته په اوور اچولو سره ددغه آسمانی کتاب سپکاوی کړی ، چې دغه سپیر اقدام د درستې نړۍ دمسلمانانو او پتمنو سخت غبرګون راوپاروۀ او زیاترو هیوادونو کې ددغه سپیر اقدام په خلاف سترې مظاهرې وشوې.
https://parstoday.com/ps/news/world-i86358