IQNA

د جاپان او بنګلادیش چارواکو هند ته خپل سفرونه لغوه کړل

22:53 - December 14, 2019
د خبر لمبر: 3482585
نړیواله ډله: ټاکل شوی وه شیننزو ابه د دسمبر په ۱۵ هندوستان ته سفر او د دغه هیواد له لومړی وزیر مودی سره کتنه اوخبرې اترې وکړی.
د ایکنا راپور له مخې، له پارس ټو ډۍ نه په نقل، په هندوستان کې د ښاریزتوب په مسودې په پراخو اعتراضونو د جاپان لومړی وزیر او بنګلادیش خارجه وزیر دغه هیواد ته سفرونه لغوه کړل .
د ایرنا له راپور سره سم ټاکل شوی وه شیننزو ابه د دسمبر په ۱۵ هندوستان ته سفر او د دغه هیواد له لومړی وزیر مودی سره کتنه اوخبرې اترې وکړی  .
همداراز نوی ډیلی ته د بنکلادیش د خارجه وزیر ابولقاسم محمد عبدالمومن سفر هم چی مقرره وه ، د زیارت او جمعې په ړورځو ترسره شی ، د هند د ښاریزتوب په مسودې په اعتراض کې لغوه شو .
د هندوستان سنا د تیر شورو په ورځ د ګاونډیو هیوادونو غیر مسلمانو لږکیو ته د ښاریزتوب د ورکولو مسوده تصویب کړه .
دغه مسوده اوس په قانون بدله شوی ده چی د مسلمانانو حق پکې چیخنی شوی دی .
له دې مخکې هم د هندوستان په زرګونو خلکو په دغه مسودې اعتراض کړی وو .
https://parstoday.com/ps/news/world-i86557
captcha