IQNA

واشنګټن پوسټ د افغان جګړې په اړه د امريکايي چارواکو له درواغو پرده پورته کړه

23:27 - December 14, 2019
د خبر لمبر: 3482588
نړیواله ډله: د امريکا يوه سمندري عسکر د افغانستان اتلس کلنې جګړې په اړه د امريکايي چارواکو او جنرالانو د درواغو خپرولو په اړه له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې مننه کړې ده.
د ایکنا راپور له مخې، له آوا نه په نقل، دغه امريکايي عسکر واشنګټن پوسټ ته په خپل لېږل شوي ليک کې له ورځپاڼې مننه کړې، چې د امريکايي چارواکو او جنرالانو هغه درواغ يې خلکو او نړيوالو روښانه کړي، چې د افغانستان جګړې په اړه يې ويلي وو.
نوموړی وايي، په ۲۰۱۴ او په ۲۰۱۵ کال کې د رسمي ماموريت پر مهال په افغانستان کې په دنده بوخت و، چې د امريکايي او ناټو پوځيانو د تهاجمي بریدونو د پای ته رسولو اعلان شو او د بهرنيو پوځيانو د ماموريت نوم په «قاطع ملاتړ» بدل شو.
د قاطع ملاتړ معنا ظاهرا دا وه، چې عمليات به افغان عسکر کوي او بهرني پوځيان به يې ملاتړ کوي، خو حقیقت داسې نه و، بلکې اصلي خبره هماغه وه، چې جګړه بهرنيان کوي او افغان عسکر ورسره ملاتړي دي.
دغه امريکايي عسکر وايي، دی له هماغه وخته پوه شوی و، چې دوی باید خلکو ته درواغ ووايي او روان عمليات د افغان عسکرو په رهبرۍ وبولي، په داسې حال کې د افغانستان اردو د فساد او بې کفايتۍ له امله په بشپړ ډول فلج وه او هېڅکله د دې وړ نه وه، چې د مخالفينو پر ضد د عملياتو مشري وکړي.
ليکوال غوښتنه کړې، چې د واشنګټن پوسټ راپور بايد ټول خلک راويښ کړي او پر ځای د دې، چې موږ نور هم د تېرو اتلس کلونو په څېر خپل ځان او ولس ته درواغ ووايو، خپل ځانونه په خپله تېر باسو، ښه به دا وي، چې په دې اړه رښتيني او ازاد بحثونه وکړي او که داسې ونه شي، نو امريکايي ولس به د تل لپاره په عبث جګړې کې بوخت وي او پایله به يې نه ښکاري.
https://www.avapress.com/ps/news/198049
captcha