IQNA

د اشر دملي دود درا ژوندي کولو فرهنګ باید عام سي

22:50 - December 15, 2019
د خبر لمبر: 3482591
نړیواله ډله: د ډسمبر دمیاشتي پنځمه درضاکارانو نړیواله ورځ ده د دغه ورځي د لمانځني په سبب د کندهار پوهنتون رهبري، استادانو، سلګونه نارینه او ښځينه محصلانو دپوهنتون په داخل کي د چاپېریال پاکولو اشر تر سره کړ.
د ایکنا راپور له مخې، له افغان غږ خبري آژانس ویبپاڼې څخه په نقل، دوی دپوهنتون چاپیریال چي پاکیدو ته يې اړتیا وه پاک او ټوله جارو کړ.دکندهار پوهنتون رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق درسنیو سره خبرو کي داشر دملي دود او تاریخي مخیني په اړه خبري وکړې او وویل دغه تاریخي دود په پخوانیو وختو کي دافغانانو په منځ کي ډېر عام وو، چي اوس هم باید بیرته دپخوانیو وختونو په څیر راژوندی کړل سي.
هغه نارینه اوښځینه محصلین چي په اشرکي يې برخه اخيستې وه وویل ، ددغه ملي اشر څخه هدف دادی ترڅو ټول ښاریان، دکورنۍ مشران اوښځي دې ته وهڅول سي چي دخپل کورونو او دوکانو شاوخوا چاپیریال ته توجو وکړي او په پاک ساتلو کي يې خپله ملي وجیبه په ښه توګه ترسره کړي.
په ورته مهال دچاپیریال ساتني د ادارې مشر انجینر ایام الدین حمیدي دکندهار پوهنتون درهبرۍ اوټولو محصلینو ددا ډول اقدام ستاینه وکړه او وویل دچاپیریال پاک ساتل یواځي دښاروالۍ او اړوند مسولینو وظیفه نه بلکي ټول ښاریان حق لري چي دیو پاک چاپیریال په جوړولو کي داړوند ادارو سره همکاري وکړي.
دیادولو وړ ده په کندهار ولایت کي دځوانانو ترمنځ دنورو وختونو په پرتله اوس مهال رضاکارانه فعالیتونه ډېر سوي منظمه ټولنه لري اوزیات وخت رضاکارانه کارونه کوي.
https://www.avapress.com/ps/news/198113
بچوې: ایکنا
captcha