د ایکنا راپور له مخې، د آوا ویبپاڼې نه په نقل، ډیلی ټیلګراف خپرونې راپورورکړی،د امریکا دکانګرس استازی د روانې اونۍ په اتلسمه دسمبر د دغه هیواد دولسمشر ډونالډټرمپ د مواخذې په باب رای ورکوی .. د امریکا د کانګرس دقضائی چارو کمیشن تیره اونۍ د ټرمپ له مواخذې سره اړونده دوه بندونه ، یعنی له قدرته ناسمه استفاده او د اوکراین ګیټ په رسوائۍ کې د کانګرس په کار کې کارړنګونې په باب دوې مسودې تصویب کړې وې .په دې اساس د ټرمپ مواخذه کیدا د کانګرس د استازو په وسیله درای اخستو لپاره ددغه پارلیمان په څرګندې غونډې کې وړاندې کیږی .
د کانګرس ترکیب او په دغې جرګې کې د ډیموکراټانو اکثریّت ته په پامسر ه دا تمه کیدله ، دغه جرګه هم مواخذې ته رایه ورکړی او بیا ئې د مشرانو جرګې ته ولیږدوی .
د امریکا په مشرانو جرګې کې دجمهوری غواړی اکثریّت لوری مشر میک مک کنل وئیلی دی ، چې که د ټرمپ د مواخذې لپاره په کانګرس کې د ډیموکراټانو بیل تصویب شی ، نو د مشرانو جرګې غونډه د هغه د مواخذې یا استیضاح لپاره د راتلونکی کال په جنورۍ کې ترسره کیږی .
ډونالډټرمپ که د مشرانو جرګې په ددرو کې د دوه برخې استازی مواخذې ته مثبتې رائی ورکړی ، نو له خپلې څوکۍ به څنګة کړائ شی.
https://parstoday.com/ps/news/world-i86582