IQNA

د جرمني په جنوب کښې د قرآن کریم سپکاوۍ

10:13 - December 16, 2019
د خبر لمبر: 3482593
نړیواله ډله: د نامعلومو کسانو د المان په اولم ښار کښې په عثمان غازي جومات باندې برید کښې د قرآن کریم د یوشمیر نسخو سپکاوې وکړ.

د ایکنا راپور له مخې، له دیلي صباح څخه په نقل، د براندایلیش غیر حکومتي سازمان څرګندوي چې د اولم ښار په عثمان غازي جومات د نامعلومو کسانو په برید کښې د قرآن کریم د یو شمېر نسخو سپکاوې کولو نه ورستو د قرآن پاڼې د جومات په دیوالونو لګولې دي.
اولم، د المان په جنوب کښې د بادن وورتمبرګ ولایت له ښارونو دی او د دغه ښار پولیس د عاملانو په اړه خپلې څیړنې ترسره کوي.
د دغه جومات متولی مراد کارادنیز څرګندوي: تراوسه څو ځله په دې جومات برید شوی دی. هغه زیاته کړه: مونږ څو ځله د جومات په دیوالونو او دروازو باندې د نژادپاله او اسلام خلاف شعارونو لکه د نازیانو د نمادونو جوړولو شاهد یو.
دا جومات د جرمني له اسلامي سازمانونو څخه د اسلامي ټولنې ملي لید Islamic Community National View سره تړون لري.
په وروستیو کلونو کښې په المان کښې د افراطي ډلو له اړخه د مهاجرانو په خلاف د اسلام نه ویزه او کرکه زیاته شوې ده.
تیر کال د جرمني پولیس د مسلمانانو خلاف د بریدونو شمیر تر 900 پورې ثبت کړۍ چې په دغه بریدونو کښې ۵۴ مسلمانان ژوبل شوي و، په جرمني کښې ۴.۷ میلیونه مسلمانان ژوند کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3864105

captcha