IQNA

ترهګري او افراط پالنه د سیمې له مهمو ګواښونو څخه دي

18:05 - December 18, 2019
د خبر لمبر: 3482596
نړیواله ډله: شمخاني: ترهګري او افراط پالنه او په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو تاوان رسونکی شتون د سیمې له مهمو ګواښونو دي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرټر علي شمخاني وویل چې ترهګري او افراط پالنه اوپه سیمه کې  د بهرنیو ځواکونو تاوان رسونکی شتون د سیمې له مهمو ګواښونو دي.د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په تهران کښې د سیمه ایزو امنیتي چارو په دویمه  غونډه کې د افراط پالنې او ترهګرۍ په اړه د اسلامي جمهوریت د دریځونو په تشریح کولو سره  زیاته کړه: ترهګري او افراط پالنه هغه بلا ده چې لا هم دوام لري او د ټولو سوله ،امنیت او هوساینه یې تر اغیزې لاندي راوستې ده.
علی شمخاني په دې بیان سره چې د تیرې غونډې د ناستې څخه چې اوس یوه کال ځیني تیریږي سیمه د ډیرو بدلونواو پیښو سره مخ شوې، زیاته کړه: ځینې پیښې او بدلونونه په سیمه کې د هیوادنو د هدفونو په ګټه اوځینې هم له بده مرغه د دغې سیمې د خلګو د  غمونو او کړاونو د زیاتیدو سبب شوې دي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرټر د دې په یادونې سره چې د سږکال غونډه د افغانستان پر موضوع تمرکز لري وویل: یوه ستره امنیتي اندیښنه له اعراق اوسوریې څخه افغانستان ته د داعش د ماتې خوړلو غړيو انتقال دی چې له دې خاورې څخه په افغانستان کې دننه او د دغه هیواد د ګاونډیانو خلاف له ترهګرو اقداماتو د پلانولو او اجرا لپاره  استفاده وکړي او په دې مهمو امینتي  چلنیجنو باندې برلاسي کیدل  د سیمې د هیوادونو اصلي دنده ده.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i86654
بچوې: ایکنا
captcha