IQNA

آیت الله سیستاني په عراق کښې د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه

16:22 - December 21, 2019
د خبر لمبر: 3482600
نړیواله ډله: د آیت الله سیستاني استازی، د کربلا ښار د جمعې په لمانځه کښې ټینګار وکړ چې په عراق کښې د نوي قانون د تصویب له وروستو باید انتخابات زر تر زره ترسره شي.

د ایکنا راپور له مخې، له السومریه نیوز څخه په نقل، د عراق د دیني مرجعیت استازي شیخ عبدالمهدي الکربلائي په یو متن کښې، چې د جمعې د لمونځ په خطبه کښې یې ولوستو، راغلي دي: د هیواد حالات تراوسه اندیښمن او خړ دي. د عراق په زرګونو ښاریز په سوله ایزو مظاهرو کښې د اصلاحاتو غوښتنې کوي.
په داسې حال کښې چې له هغو ځینې ترور، برمته او یا ګواښ شوي دي.
د آیت الله سیستاني استازي، همداشان د دې هیواد له بحران نه ویستلو لپاره د انتخاباتو د زر ترسره کولو غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د نوې حکومت جوړول به ډیر وخت وانخلي.
همدارنګه هغه د انتخاباتو لپاره د یو قانون د تدوین له ټینګار سره په دغه لار کښې د خنډونو د لري کولو لپاره د اقدام غوښتنه وکړه.
عبد المهدي الکربلایي، وویل: د عراق دیني مرجعیت، خلک د واک اصلي سرچینه او عامل ګڼي.

captcha