د ایکنا راپور له مخې، د سپوږمۍ راډیو د ټویټر له پاڼې څخه په نقل، جنوبي کوریا، چین او جاپان د خبرو له لارې د شمالي کوریا د اټومي مسئلې پر حل ټینګار کړی دی. چین، جاپان او جنوبي کوریا په همدې تړاو یو درې اړخیز کنفرانس جوړ کړی و او ټینګار یې کړی چې د شمالي کوریا ستونزه باید د خبرو له لارې حل کړل شي.