IQNA

په چين کي د قرآن کریم لرغونې نسخه

9:38 - December 30, 2019
د خبر لمبر: 3482611
نړیواله ډله: د چین په شمال لوېديځ کي پروت د شينګهای آیالت د شيوان هوا ولسوالۍ د سلار قوم په سيمه کي چي استوګن يې په لویه کچه مسلمانان دي، د قرآنکریم داسي یوه لرغونې نسخه سته چي په لاس ښکلې لیکل سوې ده. دغه نسخه زر کلونه وړاندي خطاطي او لیکل سوې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د کندهار ورځپاڼې له ویب سایټ څخه په نقل، د چین په شينګهای آیالت د شيوان هوا ولسوالۍ د سلار قوم په سیمه کي نژدې اتيا زره د سلار قوم مسلماني کورنۍ اوسېږي. د سلار قوم د مسلمانانو د دې قوم سرچینې او ريښې په هکله داسي یوه کیسه د خلکو تر منځ موجوده ده:
د سلار قوم خلکو کوچیاني ژوند درلود. د ۱۳مي پېړۍ په نيمايي کي د دې قبيلې د دوو مهمو مشرانو تر لارښووني لاندي د خپلي قبیلې د اوښانو، څارویو له کاروان سره د اوسني ترکمنستان څخه د ختیځ په لور وکوچېدل. د دوی خپل مزل ته دوام ورکوي له یو ځای څخه بل ځای ته کوچېږي. د مسلمانانو دغه ډلي له ځان سره د قرآنکریم دغه سپېڅلې نسخه هم لېږدوله. د سفر پر مهال به ځای – ځای تم کېدل او خپل اوښان او څاروي به يې څرول او مړول. یو مهال يې قسمت د چين دغي سیمي ته راورسول، یعني اوسنۍ د شیوان هوا ولسوالۍ ته، ګوري چي دا سيمه ډېره سمسوره، غرونه او هواري يې زرغونې، د مستو اوبو سیندونه، مناسبه آب و هوا يې چي ولیدل، نو پرېکړه يې وکړه په همدې سیمه کي خپلي کډي واړوي او د یو څه مودې له پاره هم دلته پاته سي. کله چي د دې سیمي شرایط يې خوښ سول، دا سیمه يې د خپلي دایمي استوګني له پاره غوره کړه او همدلته يې دایمي استوګنه غوره کړه. د قبیلې دوه مشران یې بیا وروسته وفات سول. د هغوی د دوو قبرونو تر منځ قوم بیا یو جومات ودان کړ، د قرآنکریم هغه نسخه چي له ځان سره يې راوړې وه، په همدې جماعت کي یې کښېښوده.
دغه جماعت اوس هم د شیوان هوا ولسوالۍ کي د دوو قبرونو تر منځ ودان او سته چي اوږدوالی يې نهه نوي متره دی. وايي دا ځکه چي په قرآنکریم کي هم د الله ج نومونه نهه نوي ذکر سوي دي. په دې مناسبت یې د جماعت اوږدوالی په دې ډول ټاکلی او جوړ کړی دی.
د قرآنکریم دغه لرغوني نسخې دېرش سيپارې بشپړي او مکملي دي، پوښ يې له څرمني جوړ سوی او په غټ ډبل لیک د قرآنکریم نوم لیکل سوی دی. د قرآنکریم د نسخې متن په عربي ژبه دی چي اته سوه اوه شپېته پاڼي لري. وزن يې له دوولس کيلو ګرامو څخه هم زیات دی، متن يې په ښکلي لوړ هنري لیک خطاطي سوی دی.
د کارپوهانو په وینا، ښايي چي د قرآنکریم دغه نسخه به د اتمي یا دیارلسمي میلادي پېړۍ په پېل کي لیکل سوې وي. اوس په نړۍ کي د قرآنکریم درط لرغوني نسخې سته، یوه په ترکیه کي، یوه په سوریه کي او درېیمه يې همدغه نسخه ده چي په چین کي موجوده ده، نو نه یوازي د قرآنکریم دا لرغونې نسخه د چین د سلار قوم مسلمانانو تاریخي مذهبي امانت دی، بلکي دا د چین له پاره یو باارزښته قلمي تاریخي اثر هم دی چي دوولس سوه کلن تاریخ لري. څنګه چي وويل سول نوموړې قبيله اته پېړۍ وړاندي له ترکمنستان څخه راغلې، د قرآنکریم دا نسخه يې هم له ځانه سره راوړې وه او موږ د دې ادعاء رښتینولۍ ته ورنژدې کوي.
د قرآنکریم د دغي لرغوني نسخې د ساتلو له پاره اوس ځانګړي لاري چاري سنجول سوي. په یو ښیښه يي روڼ بکس کي د قرآنکریم نوموړې نسخه اېښودل سوې چي هم یې ساتنه په ښه توګه سوې وي او هم يې په ليدلو د لیدونکو تنده ماته سوې وي.
که څه هم د زرو کلنو اوږدې مودې په ترڅ کي نوموړې نسخه لږ څه زیانمنه سوې ده، د کاغذ رنګ يې ژيړ سوی او په ځینو ځایونو کي د قرآنکریم د متن رنګ پیکه سوی، حکومت يې د ساتني او ترمیمولو له پاره د کارپوهانو ځانګړې ډله ګمارلې ده تر څو د دغه تاریخي او د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب ساتنه او درناوی يې په ښه توګه سر ته رسولی وي.
http://www.kandahardaily.com/?p=19305
captcha