د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې څخه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې مجيب خلوتګر پرون په کابل کښې يو اخباري ناسته کښې وويل، په روان ميلادي کال کښې په خبريالانو د تشدد ۱۱۵ واقعات ثبت شوي دي.هغه زياته کړه، د خبريالانو وهل ټکول، د رسنيو مالي مشکلات او اطلاعاتو ته نه لاسرسائي ځينې هغه مهمې ستونزې دي چې په افغانستان کښې ورسره خبريالان مخامخ دي.
خلوتګر وويل، په تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال کښې د رسنيو شل تنه کارکونکي وژل شوي وو خو دغه شمېر لسو ته راکم شوے دے.
تېر کال افغانستان د خبريالانو د امنيت لپاره ډېر بد هېواد ؤ چې پکښې شل تنه افغان خبريالان د ترهه ګريزو حملو هدف ګرځېدلي او وژل شوي دي.
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i86900