د ایکنا راپور له مخې، له المنار څخه په نقل، په بغداد کښې د امریکا سفارت چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د حشد الشعبي په ځایونو باندې د امریکا د برید له کبله د عراقیانو له مظاهرو سره مخامخ و، د چهارشنبې له ورځې خپل ټول کونسلګري فعالیتونه څخه لاس اخیستلی دی.
په بغداد کښې د امریکا سفارت وایې چې له نن نه د دې سفارت ټول کونسلګري فعالیتونه تر بلې اطلاع پورې بند دي.
دغه سفارت ټینګار وکړ چې د دغه هیواد کونسلګري په اربیل کښې د امریکایانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو لپاره کار کوي.
https://iqna.ir/fa/news/3868354