IQNA

د سیمې خلک له امریکې سخته کرکه لري

1:03 - January 02, 2020
د خبر لمبر: 3482626
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نرسانو په کتنه کښې: د سیمې خلک له امریکې سخته کرکه کوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې زه او د ایران ټول ولس او حکومت د عراق په حشد الشعبي باندې د امریکې د حملې جنایت په کلکه غندو، ټینګار وکړ: د سیمې خلک له امریکې سخته کرکه کوي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ټول ایران د زرګونو نرسانو په کتنه کښې، په سیمې په تیره بیا عراق کښې له امریکې د کرکې څپه د هغې جنایتونو ته د خلکو طبیعي غبرګون وباله او زیاته یې کړه: په حشد الشعبي باندې د امریکې حمله په حقیقت کښې د داعش غچ اخیستل وو ځکه کوم ځواک چې داعش په ګونډو او ختم کړ، هم دغه د عراق ولسي مبارز ځواک و.
هغوي هم داشان د عراق د وړمبې ورځې د پيښو د اصلي عامل په توګه د ایران د ګرم بللو او د ایران د ولس د ګواښلو په لړ کښې د امریکې د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: امریکا بکواس کوي ځکه چې دا موضوع په ایران پورې هیڅ اړه نه لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: ټول دې پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت جنګ نه غواړي خو له هر هغه کس سره به چې د ایران د ولس ګټې، عزت، پرمختګ او سترتوب ګواښي، بې له ملاحظې مقابله وکړي او سخت ګوذار به ورکړي.
حضرت آیت الله خامنه‌اي هم داشان په عراق او افغانستان کښې د امریکې په تیره بیا د (بلیک واټر) خبیثې ادارې جنایتونو او د دغو هیوادونو د زرګونو ملکیانو وژلې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د سیمې د ځینو هیوادونو له اجازې پرته هغو ته د امریکايي چارواکو سفرونه او هلته موجودو خپلو اډو ته یې ورتګ د سیمې د هیوادونو او ولسونو خلاف د امریکې له سپکاوي د ډک سلوک یوه بله نمونه ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران ولس یو میړنی، بصیرت لرونکی او په ټولو ډګرونو کښې کار ته تیار ولس وباله او ویې ویل: بریا د ایراني ولس ده او د هیواد راتلونکی به د نن په پرتله ډیر ښه وي.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i86957
captcha