د ایکنا راپور له مخې، د العالم خبري چینل نه په نقل، د عراق د خلکو په غوښتنه ټاکل شوی ده چې د جمعې د ترهګرې پیښې د شهیدانو د مړیو د جنازې مراسم د عراق په کربلا او نجف ښارونو کښې وشی .د ایران د شهیدانو مړی به نن مازیګر تهران ته راوړل شی .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک عمومی اړیکو وویل د جنرال قاسم سلیمانی او د هغه دنورو ملګرو د پاکو مړیو د جنازې مراسم به د ایران اسلامی جمهوریت ته له رسیدا وروسته سبا په مشهد کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم (۸) امام حضرت علی بن موسی الرضا ع په ملکوتی او سپیڅلی حرم کښې وشی .
دغه راز د شهید قاسم سلیمانی او د هغه د نورو ملګرو د جنازې مراسم د دوشنبې په سهار په تهران کښې کیږی.
د امت او د ولایت د سرباز جنرال قاسم سلیمانی سپیڅلی مړی په سه شنبې ورځې سهار کرمان ته وړل کیږی او هلته خاورو ته سپارل کیږی.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i87016