د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د پاکستان دجمیعت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضل الرحمن دجنرال قاسم سلیمانی دشهادت په مناسبت دخواخوږۍ په څرګندولو سره وئیلی دی ،امریکایانو ثابته کړې ده چې په سیمې کې په بلاغوښتنې او شر پسې دی . مولانا صیب ددې خبرې په کولو سره چې د مینځنی ختیځ د حالاتو له ترینګلی کولو څخه ډونالډټرمپ موخه،په دغې سیمې کې د امریکا ددومدارو ناکامیو باندې دبرغولی کیښودل دی ،زیاته کړې ،ټرمپ په امریکا کې د راتلونکو انتخاباتو له فضا څخه د استفادې لپاره د یوه بل تپلی جنګ لپاره ځانونه تیاروی.
همداراز د پاکستان په مشرانو جرګې کې د بهرنیو اړیکو دکمیشن مشر سید مشاهد حسین هم د اسلامی نړۍ د مبارزې د سردار او د هغه د ملګرو په ترور کې د امریکا وروستۍ جنایت خواشینونکی بللی ااو وئیلی ئې دی ، د امریکا دغه کړچار،په لویدیځی آسیا کې د تل پاتې سولې دټینګیدا لپاره د سیمې دهیوادونو هلوځلو له مینځه وړل دی .
همداراز د پاکستان د اهل سنت یوه تکړه دینی عالم او ملی یکجهتی کونسل صاحبزاده ابولخیر زبیر هم دامریاک دغه جنانیت د انسانیَت په ضد یو اقدام بللی او وئیلی ئې دی،امریکا ثابته کړې چې دترهه ګرو ډلو ملاتړې ده .
دا په داسې حال کې دی ، چې د افغانستان طالبانو ډلې هم په یوې اعلامیې کې جنرال قاسم سلیمانی په ترور کې د امریکا جنایتکار او وحشی ډوله اقدام د نتیجو په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلی دی ،دا د امریکایی ترهه ګرو له خوا یو غیر انسانی او غیر ا صولی اقدام دی باید د خطرناکو نتیجو په تمه دې هم ووسی
په اعلامیې کې وئیل شوی،دا چې د یوه خپلواکه هیواد دیوه لوړپوړی چارواکی ترور کوی او بیا ئې په سپین سترګیتوب سره مسئولیّت هم په غاړه اخلی د حکومتی ترهه ګرۍ یو روښانه مصداق دی او داښئ چې امریکا له بل هروخته لازیاته بې وسه او کمزوری شوی ده.
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i87050